افغان جنګ كښې 26 زره ماشومان مړه يا معذوره شوي،رپورټ

لندن 24 نومبر (اے پی پی) په تيرو 14 كلونو كښې د جنګ په مهال افغانستان كښې اوسطاً هره ورځ 5 ماشومان مړه يا ژوبل كيږي۔ د دې خبرې انكشاف نړيوال تنظیم سیو دی چلډرن خپل يو رپورټ كښې كړے ۔سیو دی چلډرن وئيلي دي افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ په 11 خطرناكو هېوادونو كښې شميرلے كيږي۔رپورټ كښې وئيلي شوي 2005 او 2019 په مهال كم از كم 26,025 ماشومان مړه يا معذوره شوي۔ دا رپورټ د افغانستان مرستې په اړه د ګل په ورځ د شوي كنفرنس څخه څو ساعته وړاندې جاري شوے۔ د رپورټ له مخې 2017 او 2019 په مهال د درې سوه څخه په زياتو سكولونو بريدونه شوي چې په نتيجه كښې ئې 410 ماشومان ژوبل شوي يا وژلې شوي