افغانستان كښې په سمدستي توګه جنګ بندي ضروري ده۔ اروپائي ائتلاف

جنيوا 24 نومبر (اے پي پي) اروپائي ائتلاف په افغانستان كښې په سمدستي توګه د جنګ بندولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي د اسلامي امارت جوړېدو په صورت د اروپائي ائتلاف افغانستان لپاره ملاتړ متاثره كېدے شي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخئ د نهې په ورځ د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو وزير جوزف بورل په جنيوا كښئ د افغانستان فنډ رېزنګ کنفرنس كښې ووئيل په افغانستان كښې امن عمل د جنګ بندۍ په نتيجه كښې رامخې ته كېدل نه دې پكار بلكې د امن عمل او جنګ بندي په يو ځائ پېل كېدل پكار دي ۔هغه ووئېل د اسلامي امارت بحالۍ په هر اقدام كښې به د اروپائي ائتلاف او افغانستان ترمېنځه سياسي ٬ مالي چارې او د افغانانو لپاره ملاتړ متاثره شي