افغانستان – غزنی ولایت کښې په پوځي اډه ځانمرګي بريد 26 كسان ووژل

كابل 29 نومبر (اے پي پي) د افغانستان په ختیځ ولایت غزنی کښې د اتوار په ورځ په یوه پوځي اډه د ځانمرګي برید په نتيجه كښې لږ تر لږه 26 امنیتي اهلكار وژل شوي. دا په تېرو څو میاشتو کښې په افغان امنیتي ځواکونو ترټولو خونړے برید دے. د غزني د روغتون رئیس باز محمد همت فرانسيسي خبري اژانس ته وئيلي چې تر دې دمه 26 مړي او 17 ټپیان روغتون ته رسیدلي او دا ټول امنیتي اهلكار دي۔ تر دې دمه کومې ډلې د برید پړه نه ده منلې.