لندن 21 نومبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس كېسونو شمېره د 5 كروړه 75 لكو نه اوړېدلې. په دې وبا كښې په نړيواله كچه د 13 لكه 72 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي. د كورونا وائرس دوهمه چپه د اروپا پشمول په يو شمېر منطقو كښې روانه ده. دې وائرس تر ټولو زياته امريكا ځپلې ده چرته چې تراوسه په يو كروړ 19 لكه 11 زره خلقو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے او په نتيجه كښې ئې د دوه لكو 54 زرو نه زيات خلق مړه شوي دي. په دې لسټ كښې په دوهم نمبر هېواد هند دے چرته چې د ځپليو شمېره 90 لكه 50 زره ده. په دې اسيائي هېواد كښې په دې وبا كښې تر اوسه يو لك 33 زره كسان مړه شوي دي. ورپسې په زياتو ځپليو هېوادونو كښې برازيل او مېكسيكو دي.