په مېكسيكو كښې په سېلاب كښې ګڼ شمېر كسان مړه شوي دي

مېكسيكو سټي 22 نومبر (اے پی پی) په مېكسيكو كښې تېره اونۍ د شويو سختو بارانونو نه پس په سېلاب كښې په تباسكو ولايت كښې 17 او په چپا پاس كښې 22 كسان مړه شوي دي. د خبر له مخې په دې دواړو ولايتونو كښې د سخت باران نه پس په سېلابونو كښې ګڼ شمېر كورونه تر اوبو لاندې راغلي دي او د زرګونو په شمېر كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوي دي. په سېلاب كښې په تباسكو ولايت كښې 380 سكولونو او ودانيو ته هم زيان رسېدلې.