مېكسيكو سټي 21 نومبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره د 1025969 نه زياته شوې. د مېكسيكو د روغتيا وزارت چارواكو له مخې په دې هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 6426 كېسونه رامخې ته شوي دي او ورسره د ځپليو ټوله شمېره د 1025969 نه زياته شوې. په مېكسيكو كښې په دې وبا كښې تر اوسه 100,823 كسانو خپل ژوند د لاسه وركړے. په مېكسيكو كښې د كورونا وائرس وړومبې كېس سږ كال د فرورې په 28مه نېټه رامخې ته شوے و. د كورونا وائرس د مرګونو په لحاظ سره مېكسيكو څلورم زيات ځپل شوے هېواد دے.