
اسلام آباد۔1 نومبر(اے پی پی) پاکستان په دويم يو ورځني مېچ كښې زمبابوے ته 6 وكټونو سره ماتې وركولو سره د 3 مېچونو سيريز كښې د 2-0 پرېكنده بريا ترلاسه كړه۔ پاكستان د 207 رنز آسان هدف په 35.2 اوورز كښې د 4 لوبغاړو په زيان ترسره كړو۔ کپتان بابر اعظم 77، امام الحق49، حیدر علی29 اوعابد علی 22 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا 5 وكټونه ترلاسه كوؤنكې افتخار احمد د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دريم او وروستې مېچ به سبا د نهې په ورځ راولپنډی کرکټ سټېډیم كښې كولے شي۔ د اتوار په ورځ شوي مېچ كښې د زمبابوے لوبډلې كپتان ټاس ګټلو سره پخپله د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه۔ د زمبابوے ټوله لوبډله په 46 م اوور كښې په 206رنز اوټ شوه۔ افتخار احمد 5 لوبغاړي آؤټ كړل۔ پاكستان د 207 رنز آسان هدف په 35.2 اوورز كښې د 4 لوبغاړو په زيان ترلاسه كړو۔ د پاكستان لخوا 5 وكټونه اخستونكي افتخار احمد ته مېن آف دي مېچ ايوارډ وركړے شو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ درېم او وروستې مېچې به سبا د نهې په ورځ پېنډۍ سټېډيم كښې كولے شي