برسلز 21 نومبر (اے پي پي) اروپا لپاره د روغتيا د نړيوالې ادارې ريجنل ډائرېكټر هانس كلوګے وئيلي دي چې كه د كوم هېواد كه 95 فيصده اولس ماسك واچوي نو د لاك ډاٶن ضرورت نشته. د خبر له مخې د روغتيا د نړيوالې ادارې دې چارواكي ووئيل چې اروپا هم د لاك ډاٶن څخه بچ كېدے شي كه چرته په داسې ځايونو كښې ټول خلق ماسك واچوي چرته چې سماجي فاصله ساتل ممكن نه وي. ده ووئيل چې په اروپا كښې په دې وخت كښې 60 فيصده يا د دې نه هم كم خلق ماسك كاروي كه دا شرح 65 فيصد ته ورسي نو بيا د لاك ډاٶن ضروت نه پاتې كېږي خو ده دا خبردارې هم وركړو چې د ماسك د استعمال مطلب حتمي علاج نه دے، د نورو اقداماتو كولو ضروت هم دے.