APP43-201120 ISLAMABAD: November 20 - President Dr Arif Alvi virtually addressing a high-level consultation session on the return and reintegration of Afghan refugees organized by UN High Commissioner for Refugees. APP

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان د افغانستان په بيا رغونه كښې مرستې له چمتو دے او د هنر مندۍ د لارې د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو د خپلې ټولنې يوالي لپاره به بيا هم مرسته وكړي ۔ جنيوا كښې د افغان كډوالو ستنېدو پحقله د اعلې كچ كچې مشاورتي كنفرنس ته ورچوئل وېنا كښې ډاكټر عارف علوي ووئيل افغان كډوالو لپاره په افغانستان كښې روانې پرمختيائي منصوبې د اهميت وړ دي٬ پاكستان د تېرو 40 كالو راهسې پخپله خاوره په لويه شمېره د افغان كډوالو كوربتوب كوي او د افغانستان بيا رغونې لپاره د دوي هنر ورزده كولو له هم مرسته كولې شي۔ صدر مملكت په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د تېرو دوه دريو نسلونو څخه پاكستان كښې مېشته افغان كډوال د تجارتي پوهې لرلو پشمول د مختلفو هنرونو زده كولو سره خپل هېواد ته ستنېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان په افغانستان كښې د يو سوكاله سباٶن لپاره پرمختګ له يو ارب ډالره خرڅ كوي كوم چې به دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي۔ ده ووئيل پاکستان او افغانستان جيو اقتصادي او جيو ستراتېژك مرکز جوړېدې شي چې ورسره به د مېنځنۍ آسياء په لاره افغانستان څخه تجارتي سامان پاكستان ته راتللے شي۔ ده ووئيل د افغانستان اولس د خپل سياسي او اقتصادي نظم و نسق د پرېكړې حتمي اختيار لري۔ ده افغان كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د اوسنې مشر فلپو ګرينډي او د پخوانې مشر انتونيو ګوئترېس سره د افغان كډوالو بحالۍ له د يو اېن اېچ سي آر د كار ستائنه وكړه٬ صدر امن عمل لپاره رامخې ته شوو افغانانو٬ حكومت او طالبانو له مباركي وركړه او وې وئيل دا د افغانستان اولس مفادات لپاره د هغوي خپلې هڅې دي۔ده ووئيل پاکستان د افغانستان امن عمل بحالۍ لپاره مهم كردار لوبولے كوم چې يو مهم او ځالانده دور دے، افغانستان كښې امن او سلامتيا لپاره د خوشحالۍ په شكل كښې موقعې راپېدا كېږي