تهران 21 نومبر (اے پي پي) د اېران او افغانستان ترمېنځه به د رېلوے لائن پرانسته په راتلونكو څو ورځو كښې وشي. د اېران د خراسان ولايت والي محمد صادق معتمديان د افغانستان د هرات ولايت د ځائي كونسل مشر كامران عليزي سره په ګورنر هاٶس كښې د ملاقات په مهال ووئيل چې د خراسان او هرات ترمېنځه رېلوے لائن سره به شريكه مرسته زياته شي. ده ووئيل چې د اېران او افغانستان ترمېنځه به د رېلوے لائن پرانسته په راتلونكو څو ورځو كښې وشي. دا رېلوے لائن د افغاستان د هرات ولايت او د اېران د خراسان رضوي ولايت ترمېنځه پروژه ده.