د آسټرالیا او هند ترمېنځه ون ډے سيريز د 27م نومبر څخه پېل كېږي

کېنبرا 16 نومبر (اے پي پي) د آسټرالیا او هند كركټ لوبډلو ترمېنځه ون ډے سيريز د 27م نومبر څخه پېل كېږي۔ د هند لوبډله دا مهال د اسټراليا په دوره ده او هند به د خپلې دورې په مهال درې ون ډے ٬ درې ټي ټونټي او څلور ټېسټ مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ون ډے به په 27م نومبر او دوېمه ون ډے په 29 نومبر كېږي او د سيريز آخري ون ډے به كېنبرا كښې كېږي