ګرد هېواد كښې عيد ميلاد النبي (ص) عقيدت او احترام سره ولمانځلے شو

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) ګرد هېواد كښې عيد ميلاد النبي (ص) د جمعې په ورځ عقيدت او احترام سره ولمانځلے شو۔ د ورځې پېل جوماتونو كښې اسلامي نړۍ او په خاص توګه د هېواد سوكالۍ او سلامتيا له دعاګانو سره او وفاقي پلازمينه كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره وكړے شو۔ وفاقی پلازمينه كښې د عيد ميلاد النبي جلوس ستاره ماركيټ نه سهار 11 بجې پېل شو او بېلو لارو نه تېرېدو سره آب پاره كښې د حضرت سخي محمود مزار ته نزدې پايې ته ورسېد۔ په دې مهال امنيت ټينګ كړے شوے وو۔ په پېنډۍ كښې د عید میلاد النبی(ص)مركزي جلوس جامع مسجد روډ نه پېل شو او په مري روډ تلو سره كمېټي چوك او بيا دغه ځائې نه د اقبال روډ فواره چوك ته ورسېد۔ د جلوس پرانسته پير نقيب الرحمن وكړه۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد هم جلوس كښې ګډون وكړو۔ دا جلوس هم په دغه جامع مسجد روډ ختم كړے شو۔ په دې مهال د ضلعي انتظاميې لخوا د امنيت سخت انتظامات شوې وو۔ پېښور كښې د عيد ميلاد النبي مركزي جلوس جي ټي روډ نه رابهر شو او ميلاد هاؤس ګلبهار كښې پايې ته ورسېد۔ ملتان څخه د عید میلاد النبی 64 جلوسونه رابهر شول كوم چې په ټاكلې لارو تلو نه وروسته اختتام ته ورسېدل۔ لاهور كښې د عید میلاد النبیﷺ جلوس رېلوے اسټېشن نه راووتلو كوم كښې چې 282 نور جلوسونه شامل شول۔ دا جلوس په داتا دربار اختتام ته ورسېد۔ په دې موقعه امنيت ټينګ كړے شوے وو۔ دغسې د هېواد په نورونو ښارونو كښې هم د جلوسونو اهتمام وكړے شو۔ كومو كښې چې سرګودھا ، خوشاب، نارنګ منډی، منډی بهاؤ الدین، فیصل آباد، پډعیدن، مظفر ګړھ، ملتان، بھاؤلنګر، جھنګ، سیالکوټ، ټھټھه، روهړی، خانپور، شکارپور، مټھی، کنډیارو، بدین، حیدر آباد او جامشورو په شمول نور ښارونه شامل دي چرته چې واړه لوئې جلوسونه راووتل كوم چې د مقرره لارو نه تېرېدو سره اختتام ته ورسېدل۔ دې جلوسونو لپاره په ځائي كچه د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔ جلوسونو كښې ګډون كوؤنكو ته په كورونا اېس او پيز د عمل درآمد كولو هدايت هم شوے وو۔ د حكومت لخوا رحمت للعالمين كنفرنس وشو كوم ته چې صدر عارف علوي ٬ وزيراعظم عمران خان او نورو مهمو شخصياتو خطاب وكړو۔ وفاقي پلازمينه كښی كل پاكستان مقباله نعت خواني كښې غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ته انعامونه وركولو له يوه دستوره وشوه كومې ته چې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر اكرم دراني خطاب وكړو او د زده كوؤنكو ترمينځھ ئې انعامونه ووېشل۔ د 12 ربيع الاول په موقعه تعليمي ادارو او پبلك هالونو كښې د سيرت النبي حوالې سره بېلې دستورې وشوې۔ پاكستان ټېلي ويژن ٬ رېډيو پاكستان او نورو نجي ټي وي چېنلو د ربيع الاول مناسبت سره خصوصي پروګرامونه نشر كړل۔