چين به پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د كرونا وائرس واكسين وركولو لپاره خپل كردار لوبوي۔چاٶلي جيان

بيجنګ 22 اکتوبر (اے پي پي)د چين د خارجه وزارت وياند چاٶلي جيان وئيلي دي چين به په پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د كرونا وائرس واكسين وركولو لپاره خپل كردار لوبوي٬ چين د اكتوبر په اتمه نيټه واكسين او حفاظتي ټيكو لپاره په نړيوال اتحاد كښې د ذكر شوې لوظنامې لاسليك كېدو په منصوبه كښې شامل شوے ؤ ۔ د خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل چين د كرونا وائرس واكسين د جوړولو منصوبې له عمرله ملاتړ كړے ۔ وياند ووئيل چين د دې منصوبې ملاتړ كوٶنكې لوے معيشت دے٬ چين باور لري چې په مذكوره منصوبه كښې شريكېدو سره به كمپنو سره مذاكرات٬ د كمپنو پېداواري صلاحيت زياتولو٬ د واكسين پېداوار باوري كول او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د واكسين وركړې سره د بيعې ټيټې ساتلو لپاره مرسته تر لاسه شي۔ وياند ووئيل دا د روغتيا په اړه د وګړو يو برابر تصور په ځائ ساتلو او په نړيواله كچه د اولسي مصنوعاتو په توګه واكسين ته د ودې وركولو عزم لپاره يو مهم اقدام دے۔