وزیراعظم عمران خان د كرپټ ډلې په ضد قام بېدار كړې۔ د كرپشن په ضد مبارزې نه به وروسته نه شؤ۔ سېنېټر شبلي فراز

اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر سېنېټر شبلي فراز وئیلي دي چې عمران خان د کرپټ ټولګي په ضد قام بېدار كړو۔ د كرپشن په ضد مبارزې نه به وروسته نه شؤ۔ د خالي په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل چې د اخلاقي دیوالي پن ښكار د قانون نه تښتېدلے د جمهوريت بېرغ پورته كوؤنكے جوړېدو او د قام د لارښونې كولو جوګه كېدے نه شي۔ وفاقي وزیر ووئيل مريم نواز زياته غصه او يرې سره مخ ده۔ وفاقي وزير ووئيل عمران خان د كرپټ ټولګي په ضد قام بېدار كړو۔ هغه ووئيل د جيو نيوز خبريال علي عمران درك لګولو او د هغه خوشې كولو له د سندھ پوليس ته هدايت وركړے شوې وو دغسې په دې لړ كښې ټولو اړوندو ادارو ته د سندھ حكومت د مرستې وئيلې شوې هم وو۔ وفاقي وزري ووئيل د خبريالانو تحفظ زمونږ ذمه واري ده۔