عمره كوؤنكو كښي د كورونا وائرس كوم كېس رامخې ته شوے نه دے۔ د سعودی د حج وزارت

ریاض۔21 اکتوبر (اے پی پی) د سعودی عربستان د حج او عمرې وزارت باور وركړے دے چې د كورونا وبا د لاسه د بند كړې شويو عمرې مناسك بيا بحالولو په اولني پړاؤ كښې عمره كوؤنكو كښي د كورونا وائرس كوم كېس رامخې ته شوے نه دے۔ د العربیه ټي وي چېنل له مخې د سعودي د حج وزير خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په اولني پړاؤ كښې د اعتمرنا اېپلي كېشن په ذريعه رجسټرډ شويو يو لك 25 زره كسانو ته عمرې اجازه وركړې شوې ده۔