د ګلګت بلتستان الېكشن كمېشن كانديدانو ته نښې وركړې

ګلګت ۔21 اکتوبر (اے پی پی) د ګلګت بلتستان الېكشن كمېشن كانديدانو ته انتخابي نښې وركړې دي ۔ د پاكستان تحريك انصاف كانديدانو ته بېټ ٬ د پاكستان پیپلز پارټۍ غړو ته غشے ‘مسلم لیګ (ن) ته ازمرے ‘ پاکستان مسلم لیګ (ق) ته ټرېكټر ‘ جمعیت علمااسلام (ف) ته کتاب او اسلامی تحریک پاکستان ته د دوو تورو نښه وركړې شوې۔ د الېكشن كمېشن له مخې د كانديدانو حتمي فهرستونه او حتمي نښې جاري كړې شوي۔ دغسې په ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې د مېرمنو 6 او د ټېكنو كرېټ درېو چوكو له ترجيحي فهرست هم جاري كړے شوے۔ د مېرمنو 6 چوكو له د پاكستان تحريك انصاف 9 ‘ د پاکستان پیپلز پارټۍ 15 ، د مسلم لیګ ن 5، د جمعیت علماء اسلام 3، اسلامی تحریک پاکستان 10، د اېم ډبلیو اېم 2 او د ق لیګ د 4 كانديدانو حتمي فهرست جاري كړے شوے ۔ دغسې د ټېكنو كرېټ 3 چوكو له د پاکستان تحریک انصاف 5 ، د پاکستان پیپلز پاړټۍ 10، د اسلامی تحریک پاکستان 9 ‘ د اېم ډبلیو اېم 3 ‘ د جمعیت علماء اسلام 3 او د ق لیګ د 4 كانديدانو حتمي فهرستونه جاري كړے شوي