د ډاکټرعبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه

APP08-29 ISLAMABAD: October 29 – Adviser to the Prime Minister on Finance, Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing a meeting of the Economic Coordination Committee (ECC) of the Cabinet. APP

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) ربيع فصل لپاره د وزيراعظم پېکج منظوري وركړې ده ، د پېکج له مخې “سره” چې په كښې ډي اے، فاسفېټ او پوټاشيم شامل دي د 50 كلو په بورۍ به زر روپۍ سبسډي وركولې شي٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه به د 70 او 30 فيصده حصه دارۍ په بنيادي سبسډي وركوي او د جړې بوټو تلفۍ په لړ كښې به د اېكړ په سر 250 روپۍ او كېميكلز په مد كښې به د چينجو داروګانو لپاره 150 روپۍ سبسډي وركولې شي۔ د اي سي سي غونډه د زيارت په ورځ د وزيراعظم خزانې او محصولاتو لپاره د سلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شيخ په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د ربيع فصل په خاص توګه غنمو لپاره د وزيراعظم کے پېکج منظوري وركړې شوې او د راتلونكي ربيع سيزن لپاره كروندګرو لپاره د ترغيباتو په ړ كښې د وفاقي كابينې د 27م اكتوبر غونډه كښې چې كومه خاص كمېټي جوړه كړې شوې وه د كمېټۍ د جوړولو مقصد د زرعي مداخل په بيعه كښې كمې لپاره پېكج مرتب كول وو دغسې چې د ان پټ خرڅونو كمي سره په هېواد كښې د غنمو پېداوار كښې اضافه ممكن كړې شي۔ د پېکج له مخې”سره” چې په كښې ډي اے، فاسفېټ او پوټاشيم شامل دي د 50 كلو په بورۍ به زر روپۍ سبسډي وركولې شي٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه به د 70 او 30 فيصده حصه دارۍ په بنيادي سبسډي وركوي او د جړې بوټو تلفۍ په لړ كښې به د اېكړ په سر 250 روپۍ او كېميكلز په مد كښې به د چينجو داروګانو لپاره 150 روپۍ سبسډي وركولې شي صوبې به د وړاندې نه د مرتب كړې شوې تګلارې له مخې سبسډيز وركوي او دې كښې به سپېځلتيا باوري كولې شي