د چین په شانكسي ولايت کښې د كوئلې كان كښې د ګاز چاؤدنه ٬ 4 كسان مړه ٬ 1 ژوبل

بیجنګ۔ 20اکتوبر(اے پی پی) د چین په شمالي ولایت شانكسي کښې د كوئلې په كان كښې د ګاز چاؤدنې لږ تر لږه څلور تنه وژلي او یو تن یې ټپي کړې دی. د چینای خبري اژانس وېنا له مخې ځائي چارواکي وايي چې دا پېښه د نهې په ورځ د شانكسي ولایت د لوآن مائننګ انډسټري ګروپ ترملكيت لاندې د كوئلې كان كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې 4 كسان په ځائې مړه او يو سخت ژوبل شو۔ بلخوا د پېښې په اړه پلټنې روانې دي