د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاٶسنګ ٬ تعميرات او ډوېلمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزه غونډه

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سرمایه کارو لپاره انتظامي چارې د آسانولو امر كولو سره په دې خبره روز رواړلې دې چې د تعميراتو څانګې څخه به د روزګار موقعې پېدا شي او د كرونا وباء څخه د معاشي زيان ازالې كښې به مرسته ترلاسه شي ۔ وزيراعظم دا خبرې د هاٶسنګ ٬ تعميرات او ډوېلمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزه غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم ميډيا افس له مخې په كښې د سندھ چيف سېكتر غونډه خبر كړه چې د 17 اپرېل كال 2020 نه تراوسه 877 د استوګنې او لس د صنعتي منصوبو جوړولو لپاره درخواستونه موصول شوې دي په دې كښئ د 363 منصوبوه اجازه وركړې شوې ده چې مجموعي تعميراتي حجم ئې 12 مېليونه سكوائر فټه جوړېږي۔ غونډې ته ووئيل شول چې په صوبه كښې د سيمنټ٬ سټيل ٬ ټائلز او سېرامكس خرڅ زيات شوې دې۔ غونډه خبر كړې شوې چې د كاغذاتو په وخت جانچ پړتال لپاره مانيټرنګ آن لائن نظام موجود دې۔ وزیراعظم ووئيل كراچۍ د هېواد معاشي حب دې دې لپاره د تعميراتو په څانګه كښې هم خاص اهميت لري۔ د بلوچستان چيف سېكتر ووئيل بلوچستان كښې په مجموعي توګه 1067 کمرشل او 2033 د استوګنو منصوبو لپاره درخواستونه موصول شوې دي چې پراسېسنګ ئې جاري دي۔ د سي ډي اے چيئرمېن غونډې ته ووئيل چې د سرمایه کارو سهولت لپاره آن لائن فيسونه ادا كولو لپاره ون لنك څخه لوظنامه شوې ده ٬ د زمكې دستاوېزات ډيجيټلائز كوٶ۔ غونډه په اسلام آباد كښې د تجاوزاتو په ضد د جاري كمپائن نه هم خبر كړې شوه۔ وزیراعظم په دې خبر روز رواړو چې د تعمیراتو څانګې سره به د روزګار موقعې ترلاسه شي او د كرونا په سوب د معاشي زيان ازاله كښې به مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم امر وكړو چې سرمايه كارو لپاره انتظامي كاروائۍ دې اسانې كړې شي۔(