د احتساب او داخله چارو صلاكار شهزاد اكبر د عید میلاد النبیﷺ په موقعه اسلامي نړۍ او خپل اولس ته مباركي

اسلام آباد۔ 30 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د احتساب او داخله چارو صلاكار شهزاد اكبر د عید میلاد النبیﷺ په موقعه اسلامي نړۍ او خپل اولس ته مباركي وركړې ده۔ د عيد ميلاد النبي ﷺ په موقعه بېرسټر شهزاد اكبر خپل ټويټ كښې ووئيل چې هېواد كښې د كورونا دويمې چپې اندېښنې ته پام كولو سره د میلاد النبیﷺ ټولو دستورو كښې دې احتياطي تدبيرونه خپل كړې شي۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے مونږ ته د نبي علېه السلام د تعليماتو په رڼا كښې د ژوند تېرولو توفيق راكړي