دويم كنګز يونائيټډ فلډ لائټ فټ سال ټورنانټ د نومبر په اولنۍ نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 30 اکتوبر(اے پی پی) د كنګز يونايټډ فټ سال كلب تر سېوري لاندې دويم كنګز يونائيټډ فلډ لائټ فټ سال ټورنامنټ د نومبر مياشتې اولنۍ نېټې نه لاله موسی كښې پېل كېږي۔ د پنجاب فټ سال اېسوسی اېشن جنرل سېکرټری چوهدری منیر احمد وئيلي ټورنامنټ كښې د ټولې ضلعې څخه يو شمېر لوبډلې برخه اخلي۔ هغه ووئيل د ټورنامنټ انټري فيس زر روپۍ مقرر كړے شوے۔ هغه ووئيل ټورنامنټ كښې خوښي لرونكو د كلبونو عهدېدار د خپلو كلبونو رجسټرېشن د اكتوبر 30مې نېټې نه وړاندې كولے شي