ترکيه به د حق او انصاف مرسته كولو نه هېڅ كله په شا نشي۔ اردوان

انقره 22 اکتوبر (اے پي پي) د ترکيه اولس مشر رجب طيب اردوان وئيلي دي د آرمينيا لخوا په آذربائيجان د بريدونو په معامله به تركيه د حق او انصاف مرستې څخه هېڅكله په شا نه شي۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې له مخئ دا خبره ده په انقراه كښې د كابينې په غونډه كښې كړې۔ اردوان ووئيل په وخت وړاندې كېدو او د ځانونو په قربانولو مونږ د دې جغرافيې حفاظت كړے ٬ زمونږ په خاوره مونږ له د صلاح راكولو خوب ليدونكو لپاره به مونږ قابوس جوړ شو۔ ده ووئيل مونږ به د خپل هر ھغه ورور مرسته جاري ساتو څوك چې د اوښكو ډكې سترګې مونږ ته نيسي او چا چې مونږ اسره كړې يو٬ په مشرقي بحيره روم كښې مونږ د خپل هېواد او د قبرص د تركيانو حقونه غصب كوٶنكو هڅو په وړاندې سر نه ٶ ټيټ كړے او دغسې د خپلې مقبوضه زمكې آزادولو په معامله هم مونږ د آذربائيجان ملاتړ كوٶ۔ده ووئېل مونږ به خپل ملت پلو پورته كېدونكے هر لاس مات كړو۔ صدر رجب طيب اردوان ووئيل ټول ګلوبل او سيمه ايز توازن خراب شوے ٬چې پكښې به تركيه د يو رامخې ته شوي ستوري حېثيت اختيار كړي۔