اسلام د اساسی حقونو ، ټولنیزو چارو او د چاپیریال ساتنې حوالې سره حدونه ټاکلی دي. د مدينې رياست په ډول ټولنه په ځائې كول زمونږ خوب او د نبي كريم (ص) سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوی

اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي وئیلي دي چې اسلام د اساسی حقونو ، ټولنیزو چارو او د چاپیریال ساتنې حوالې سره حدونه ټاکلی دي. د دې تعلیماتو عام كولو لپاره د جومات او منبر رول ډیر مهم دے. د مدينې رياست په ډول ټولنه په ځائې كول زمونږ خوب او د نبي كريم (ص) سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔ د فراسيسي صدر رويه د غندنې وړ او په رياستي كچه د سپكاوي موادو د خپرېدو ډاډګيرنه د افسوس وړ ده۔ په نړيواله كچه د مذهبونو احترام حوالې سره قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د عيد ميلاد النبي (ص) مناسب سره قومي رحمت للعالمين كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ چې سرخط ئې”ماحولیاتی آلودگی اور ہماری ذمہ داریاں ، سیرت نبی ؐکی روشنی میں“ وو۔ كنفرنس ته د مذهبي چارو وفاقي وزير علامه نور الحق قادری ، د وزیر اعظم د موسمياتي بدلون خصوصي مرستيال ملك امين اسلم دويمې وزيرې زرتاج ګل او د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ خصوصي استازي علامه طاهر اشرفي هم خطاب وكړو۔ صدر مملكت خپل خطاب كښې ټولې اسلامي او خپل اولس ته د عيد ميلاد النبي (ص) مباركي وركړه۔ صدر ووئيل زمونږ دين په هره يوه معامله كښې حدونه ټاكلي دي۔ ددې حدونو دننه پاتې كېدو سره انسان د فساد نه بچ كېدے دشي۔ هغه ووئيل د كورونا وبا نه كاميابۍ سره د وتلو په سببونو كښې يو پاكيزګي هم ده۔ لاس وينځل او ماسك اچول ددے برخه ده۔ صدر مملکت ووئيل د كورونا وبا په مهال د علماﺀ كرامو كردار د ستائنې وړ پاتے شوے دے۔ په دغه موده كښې د اېس او پيز خيال ساتلو سره جوماتونه پرانستې پاتې شول۔ د تراويح لمونځ وكړے شو۔ هغه وئيل دا خبره ضروري ده چې امت كښې د تفرقې په ځائې يو والي ته وده وركړې شي۔ په دې لړ كښې دا د علماﺀ كرام او مشائخو مهمه ذمه واري ده۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان ملګرو ملتونو كښې خپل خطاب كښې دناموس رسالت معامله په فعاله توګه پورته كړه او په دې اړه ئې نړۍ د مسلمانانو د جذباتو او احساساتو نه خبر كړه۔ صدر مملكت ووئيل د فرانس صدر مېكرون بيانونو سره ټولنه كښې نفاق او تقسيم پېدا كېږي۔ په نړيواله كچه د مذهبونو داحترام په اړه قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ صدر ووئيل په غربي نړۍ كښې د هولوكاسټ نه انكار د سزا وړ جرم دے ولې چې دې سره خلكو ته تكليف كېږي۔ دغسې د ناموس رسالت حوالې سره دې هم د مسلمانانو د جذباتو احترام وكړے شي۔ هغه ووئيل د عید میلادالنبیؐ پېغام دا دے چې مونږ د خپل نبي سيرت په رڼا كښې ژوند تېر كړؤ او د خپلو مسئلو حل له اسلامي تعليماتو نه لارښودنه ترلاسه كړؤ۔ صدر مملكت په دې موقعه د مقالات سيرت مقابله كښې د غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ترمينځھ انعامونه ووېشل۔