12م قومي رېنكنګ سنوكر چېمپئن شپ نن پېل كېږي

اسلام آباد ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د پاکستان بلیئرډ اېنډ سنوکر اېسوسی اېشن (پی بی اېس اے) ترنامې لاندې 12 م قومي رېنکنګ سنوکر چېمپئن شپ (نن) د نهې ورځ نېشنل بینک سپورټس کمپلېکس، کراچۍ كښې پېل كېږي۔ تېره ورځ د پاکستان بلیئرډ اېنډ سنوکر اېسوسی اېشن صدر منور شېخ سرکاری خبر رسنې ادارې سره خبرو كښې ووئيل ټورنامنټ لپاره ټول انتظامات ترسره شوي۔ دې ايونټ كښې به د قومی رېنکنګ 32 لوبغاړو په شمول درې جونيئر لوبغاړي هم ګډون كوي۔ محمد آصف به ایونټ كښې د خپل اعزاز دفاع كوي۔ ټورنامنټ لپاره 185 زره روپۍ د انعام په توګه بېلې كړې شوي۔ ايونټ كښې فاتح لوبغاړي ته به يو لك روپۍ وركولې شي۔ چیمپئن شپ به د اكتوبر تر 6 مې نېټې دوام لري