په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره د درې نيم كروړ نه اوړېدلې

نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره د درې نيم كروړ نه اوړېدلې او د دې نړيوالې وبا په نتيجه كښې د مړو شويو كسانو ټوله شمېره يو ملين ته نزدې شوې. د دې وائرس په نتيجه كښې تر ټولو زيات ځپل شوې هېواد امريكا ده چرته چې د ځپليو شمېره 6.75 مليونو ته نزدې ده او په وبا كښې د مړو كسانو شمېره دوه لكو ته رسېدلې.په وبا كښې هند په دوهم نمبر زيات ځپل شوے هېواد دے چرته چې د ځپليو ټوله شمېره د 53 لكو نه زياته شوې او په مجموعي توګه په دې هېواد كښې د كورونا په وبا كښې 85 زره 619 كسان مړه شوي دي.