په نائجېريا كښې وېلۍ ته د بس لوېدو په پېښه كښې د 7 مېرمنو پشمول 14 كسان مړه شوي

ابوجا 20 ستمبر(اے پی پی) په نائجېريا كښې وېلۍ ته د بس لوېدو په پېښه كښې د 7 مېرمنو پشمول 14 كسان مړه شوي دي. د نائجېريا چارواكو له مخې دا پېښه د اېبوني ولايت په ايوو ولسوالې كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې بس د چرچ غړو سره بېرته روان و. د بس ډرائيور څخه د اورټېك په هڅه ګاډې بې قابو شو او نزدې وېلۍ ته پرېوتو. د پوليسو وياند له مخې تر اوسه د 14 كسانو جسدونه ترلاسه شوي دي چې پكښې 7 مېرمنې هم شاملې دي. پنځه كسان بچ كړې شوي دي او ګڼ شمېر بې دركه شوي دي.