پاكستان كښې د اسلامي بېنكارۍ نظام ودې له جدي هڅې روانې دي۔ د اسلامي فنانسنګ بنياد يوازې په لېن دېن نه بلكې په صله رحمۍ دے۔ هر يو فكر او پوهه لرونكي له به د منافعې حد حوالې سره غور كول وي۔ د صدر ممكلت ډاكټر عارف علوي د ګلوبل اسلامك فنانس ايوارډز دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 14 ستمبر (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي پاکستان كښې د اسلامی بېنکاری نظام ودې فروغ له جدي هڅې روانې دي۔ اسلام د كومې هم څانګې د استحصال اجازه نه وركوي۔ يوازې منافع ګټل دې ترجيح نه وي۔ ایلیټ ازم ټولنې لكه د وېنو خوري۔ اسلام كښې د ایلیټ ازم تصور نشته۔ کووډ۔19 مالیاتی منډیانو له د چیلنج حېثیت لري۔ د اسلامک فنانسنګ بنیاد صرف په لېن دېن نه بلكې په صله رحمۍ دے۔ مېرمنو او كمزور طبقو له د بېنکنګ او فنانسنګ آسانيو زياتولو ته اړتيا ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت د ګل په ورځ د 10 م ګلوبل اسلامک فنانس ایوارډز دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل په ګرده نړۍ كښې اسلامی بېنکاری او مالیاتی نظام مخ په زياتېدو دے۔ پاکستان كښې هم د اسلامی بېنکاری نظام ودې له جدي هڅې روانې دي۔ پاکتسان كښې 17 فیصد بېنکاری د اسلامی قانون له مخې كېږي۔ د اسلامک فنانسنګ برخه ګلوبل فنانسنګ كښې کمه ده۔ ده ووئيل سټېټ بېنک او نورې ادارې اسلامي بېنكارۍ ته وده وركولو له هڅې كوي۔ اولس هم په دې اړه كافي خبرتيا لري۔ د اسلامي فنانسنګ بنياد يوازې په لېن دېن نه بلكې په صله رحمۍ دے۔حکومت د احساس پروګرام بنیاد هم په دې اېښودلے دے۔ ده ووئيل اسلام هغه ټولنه او مالياتي نظام غواړي كوم كښې چې معاشرتي انصاف ٬ مساوات ٬ برابروالې او سپېځلتيا موجود وي۔ كاروباري هلو ځلو كښې به منافعې سره سره د اخلاقياتو هم خيال ساتل وي۔ ده ووئيل اسلام كومه څانګه كښې هم د استحصال اجازه نه وركوي۔ صدر مملكت ووئيل كمزورو طبقو له دې بېنكنګ آسانۍ زياتې كړې شي۔ ده په علماﺀ كرامو زور راوړو چې مېرمنې اختيارمندې جوړولو او د وراثت په لړ كښې دوئي سره د انصاف كولو په اړه اولسي شعور پېدا كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د اسلام او د مدينې رياست روح دا دے چې بې وزله وګړو ته د پرمختګ موقعې وركړې شي ولې د نورو معيشتونو تصور مختلف دے۔ د مدينې رياست دې تصور پلو پېشرفت له به ګامونه پورته كول وي