يوكرېن كښې د پوځي الوتكې پرېوتو پېښه ٬ 22 كسان مړه

کیف ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) يوكرېن كښې یوه پوځي الوتکه غورځېدلو سره تباه شوه چې په نتتجه كښې ئې 22 کسان مړه او 2 نور سخت ژوبل شوي دي۔ دا الوتكه د كوزېدو په مهال نسكوره شوه كومه كښی چې د ايئر فورس پوهنتون كېډټس په شمول 28 كسانو سفر كولو۔ د پیښې نه سمدلاسه وروسته په الوتکه کښې اور ولګید په كوم چې د رېسكيو عملياتو په مهال قابو وموندلے شو۔ د پیښې په اړه څېړنې روانې دي۔ د پیښې د تباه كېدو سبب تر دې دمه رامخې ته شوے نه دے۔