هيله ده چې د عدالت څخه د صحت په بنياد بهر تللے نواز شريف به په سمدستي توګه وطن ته راشي٬د اپوزېشن په اے پي سي كښې نواز شريف تندرست ښكارېدو٬مونږ د هغه نه هيله لرو چې هغه به ډېر زر پاكستان ته راشي ۔وفاقي وزيران سېنېټر شبلي فراز ٬ اسد عمر

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو د اپوزېشن ټول ګونديز كنفرنس ته د نواز شريف د خطاب نه پس هغه بيخي روغ جوړ ګرځولے دے او وئېلې يې دي هيله ده د عدالت څخه د صحت په بنياد بهر تللے نواز شريف به په سمدستي توګه وطن ته راشي۔د ګل په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د اپوزېشن په اے پي سي كښې نواز شريف تندرست ښكارېدو ٬مونږ د هغه نه هيله لرو چې هغه به ډېر زر پاكستان ته راشي ٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د نواز شريف پھ روغتيا تبصره كولو سره ووئيل په اے پي سي كښې د وېنا نه پس دا محسوسېږي چې نواز شريف خو د فواد چوهدري نه هم زيات تندرست شوے