هند كښې د كورونا وېروس ځپليو شمېره 61 لکھ نه زياته شوه

نوې ډيلې ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) په هند کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر 6.1 ملیون نه زياته شوې۔ د فرانس خبري اژانس یو راپور كښې د هند د روغتیا وزارت د شمېرو په حواله وئیلي چې په هند كښې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمیره د ګل په ورځ 61 لكه نه زياته شوې۔ پداسې حال کې چې د وبا له امله د مړو شمیره نزدې 100 زره ته رسېدلې ده چارواکي اټکل کوي چې په هند کې به د کورونا وېروس ځپليو شمېره ډېر زر امريكا څخه هم زياته شي چرته چې دا شمېره 73 لکھ 21 زره نه زياته ده او ددې د لاسه تر دې دمه 2 لكه 9 زره نه زيات كسان مړه شوي دي