میانمار كښې د كورونا 171 نور كېسونه تصديق شول

یانګون 25 سبتمبر (اے پی پی) میانمار كښې په تیرو 24 ساعتو ښې د کورونا وائرس 171 كېسونه تصدیق شوي. د میانمار د روغتیا وزارت یو بیان كښې وئيلي دي په میانمار كښې د ځپلو شمېره 8515 ته رسېدلې ۔ دغسې د كورونا وائرس د لاسه د نورو 5 كسانو د مرګ سره د مړو ټوله شمېره 155 ته رسېدلې۔ د روغتیا وزارت وېنا له مخې تر دې دمه دې وائرس څخه 2381 كسان روغ شوي هم دي۔ دا باید یاد وساتلے شي چې په میانمار کښې د کووېډ – 19 لومړے كېس د مارچ په 23 مه نېټه رپورټ شوے ؤ