مولانا فضل الرحمن دے د نېب تهدید کولو په ځائې د هغه څه حساب ورکړي چې په 40 کلونو کې یې ترلاسه کړی۔ ضمني انتخابات به کله چې اپوزیشن استعفی ورکړي كولې به شي.د پنجاب د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان پېنډۍ كښې خبري كنفرنس ته وېنا

پېنډۍ ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د پنجاب د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان وئيلي دي د طلال چوهدری حرکت سره د هېواد د سياسي مشرتابه سرونه د شرم نه ټيټ شوي دي۔ د شپې په تياره كښې تنظيم سازي د طلال چوهدري ايجاد دے۔ تنظیم سازی چې د شپې كېږي نو آفټر شاکس ئې د هډوكو ماتېدو په شكل كښې رامخې ته كېږي۔ پنجاب حکومت انوېسټي ګېشن كمېټي جوړه كړې ده۔ مولانا فضل الرحمن دے د نېب تهدید کولو په ځائې د هغه څه حساب ورکړي چې په 40 کلونو کې یې ترلاسه کړی۔ ضمني انتخابات به کله چې اپوزیشن استعفی ورکړي كولې به شي. تېره ورځ پېنډۍ كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د طلال چوهدری ټول فوټېج د قومي اسمبلۍ غړې كور كښې اخستلې شوي دي۔ ده ووئيل د طلال چوهدري فعل د شرمناك او د غندنې وړ دے۔ ده د نون ليګ او د ټول سياسي مشرتابه سر د شرم نه ټيټ كړے دے۔ صوبائی وزیر ووئيل پنجاب حكومت په دې پېښه تحقيقاتي كمېټي جوړه كړې ده كومې چې كار پېل كړے دے۔