سوريه كښې د ترهګرو بريد ٬ 6 ملكي وګړي مړه شول

دمشق ستمبر 28 (اے پی پی): د سوریې په راس العین سیمه کې د ترهګر تنظيم پي كے كے او وائے پي جي برید کښې د یو ماشوم په شمول شپږ ملکي وګړي وژلې شوي. د ترکيه رسنیو د رپورټ له مخې د ترکیې د شان لي عرفا ولسوالۍ جیلان پنار تحصیل ته نزدې د سوريه راس العېن مركز كښې د ترهګرو لخوا ګاډي كښې د اېښودلي شوي بم چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 3 ژوبل شوي ۔ په راس العېن كښې 2 ورځې وړاندې هم دا ډول يو بمي بريد شوے ؤ چې په نتيجه كښې ئې 2 وګړي مړه او 11 نور ژوبل شوي وو۔ بلخوا چارواكو د بريد په اړه پلټنې پېل كړې دي