زمونږ د نوي پاكستان تصور د پېغمير خاتم البينينۖ د جوړ كړي رياست د مدينې ماډل مطابق دے

اسلام آباد 25 ستمبر (ا ے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي زه يو ځل بيا د ملګرو ملتونو عمومي اسملۍ ته په خطاب كولو خوشحالي محسوسوم او ولېكن بوسكر ته د عمومي اسمبلۍ له د 75مې غوندې په صدر ټاكلے كېدو مباركي وركوم٬ مونږ د رخصت شوي صدر تيجاني محمد بانډے د هنر منده قيادت هم ستائنه كوٶ چا چې د كرونا بحران په مهال مهم كردار ترسره كړے۔مونږ په دې طلاتم خيزه دور كښې د عمومي سېكتر انتونيوګوترېس مشرتابه ته هم پېزوئنې وړاندې كوٶ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 75مې غونډه ته خپل خطاب كښې وكړې۔ ده ووئيل د كله نه چې ما اقتدار ترلاسه كړے زمونږ دا پرله پسې هڅه ده چې پاكستان كښې بنيادي بدلونونه راوستلے شي ۔ ده ووئيل زمونږ د نوي پاكستان تصور د پېغمير خاتم البينينۖ د جوړ كړي رياست د مدينې ماډل مطابق دے۔ده ووئيل د انصاف او بشري اقدارو له مخې يوه داسې ټولنه راجوړول چرته چې د حكومت د ټولو پاليسو محور خپل وګړي د غربت نه خلاصول او منصفانه نظم او نسق قائمول دي ٬ دې مقصد ترلاسه كولو لپاره مونږ امن او استحكام ته اړتيا لرو۔ ده ووئيل هم دا سوب دے چې زمونږ د خارجه پالېسۍ مقصد ګاٶنډيانو سره ښې اړيكې او شخړې د خبرو اترو د لارې حل كول دي ۔ده ووئېل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 75مه غونډه يو لوي سنګ ميل دے ځكه چې دا د نړۍ يوازنۍ اداره ده كومه چې زمونږ د ګاٶنډيانو سره امن او استحكام لپاره مرسته كولې شي۔ ده ووئېل مونږ لپاره دا ېوه موقع هم ده چې مونږ غور وكړو چې د ملګرو ملتونو په صورت كښې مونږ هغه لوظونه په ترسره كولو كښې كامياب شوي يو كوم چې مونږ په ګډه خپلو خلقو سره كړي دي ۔نن د ورلډ آرډر بنيادي اهداف۔ د طاقت يو اړخيزه استعمال نه كول٬ د خلقو لپاره د خپلواكۍ حق ترلاسه كول ٬ مساوي خپلواكي او د رياستونو سيمه ايزې سلامتيا په لړ كښې په كورنيو چارو كښې مداخلت نه كول ٬ نړيواله مرسته دا ټول ھغه تصورات دي كوم چې شا ته كړے كېږي ۔ ده ووئېل د لويو طاقتونو ترمېنځه د سره بيا رقابت په نتيجه كښې د وسلې نوے زغل پېل كېږي ٬شخړې زياتېږي او په دې كښې شدت راځي ٬ د پوځي قبضې او د غېر قانوني الحاق د لارې د خلقو د خپلواكۍ حق د پښو لاندې كړے كېږي۔د پروفېسر نوام چونسكي له مخې د اتومي جنګ زياتېدونكي خطرې او ماحولياتي بدلون او د آمرانه حكومت د زياتيدونكي رجحان په سوب نن انسانانو ته د تېرې پېړۍ د وړومبي او دوېم نړيوالو جنګونو نه زيات خطرات ورمخې ته دي۔ده ووئيل مونږ له به د داسې تباه كن صورتحال څخه تحفظ لپاره په هر صورت په ګډه مخ په وړاندې تلل وي او مونږ دا باور لرو چې مونږ له په نړيوالو اړيكو كښې د ټكراٶ او د مشكل په ځائ د نړيوال قانون له مخې مرسته لازمي ده۔ ده ووئېل مونږ په بشپړه ډول د ګڼ اړخيزه مرستې لپاره د عزم پخلے كوٶ ځكه چې كووېډ 19 د انسانانو اجتماعيت بربنډ كړے ۔د كووېډ 19 په دې كوټلي نړۍ كښې څوك هم تر ھغه وخته محفوظ نه دې تر څو چې هر څوك محفوظ نه وي۔/ ده ووئيل نړۍ د وباء مخنيوي لپاره د نافذ كړي لاك ډاٶن په سوب د تېرې پېړۍ د لوي ډپرېشن نه پس د بدترينه كساد بازارۍ سره مخ ده۔