د ډاکټر عارف علوي د افغان سولې كونسل چيئرمېن ډاکټر عبدالله عبدالله سره ملاقات كښې خبرې

APP16-30 ISLAMABAD: September 30 - Chairman High Council for National Reconciliation of Afghanistan, Dr. Abdullah Abdullah called on President Dr. Arif Alvi at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او سياسي مذاكرات د مخ په وړاندې تللو لار ده٬ افغان مشرانو له د مسئلې سياسي حل لپاره تاريخي موقعې څخه ګټه پورته كول پكار ده، پاکستان به د افغانستان سباٶن پحقله د افغان قام پرېكړې سره ولاړ وي٬ افغان امن عمل كښې د پاکستان کردار نړيوالې ورورولۍ ستائېلے٬ دوحه كښې د بېن الافغان مذاكراتو پېل د ميل د كاڼي حېثيت لري۔ د ايوان صدر لخوا د جاري بيان له مخې ډاکټر عارف علوي دا خبرې د افغان سولې كونسل چيئرمېن ډاکټر عبدالله عبدالله سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ صدر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې كونسل چئيرمېن په حېث كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صدر ډاکټر علوي افغان امن عمل لپاره د پاکستان د ملاتړ پخلېي كولو سره ووئيل افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او سياسي مذاكرات د مخ په وړاندې تګ لار ده٬ افغان مشرانو له د مسئلې سياسي حل لپاره تاريخي موقعې څخه ګټه پورته كول پكار ده، پاکستان به د افغانستان سباٶن پحقله د افغان قام پرېكړې سره ولاړ وي٬ افغان امن عمل كښې د پاکستان کردار نړيوالې ورورولۍ ستائېلے دے۔ ده ووئيل دوحه كښې د بېن الافغان مذاكراتو پېل د سنګ ميل حېثيت لري۔ صدر افغان امن عمل كښې خنډان راولاړوٶنكو عناصرو څخه د بېداره او اوښيار پاتې كېدو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل په افغانستان كښې امن نه يوازې منطقې بلكې د پاكستان او افغانستان معاشي مفادات له ضروري درے ۔ پاکستان د کرونا وباء باوجود افغان ټرانزټ ټرېډ آسانولو لپاره بارډر كراسنګ پوائنټس پرانستي دي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو له به تجارت٬ ټرانزټ ټريډ او په اولسي كچه رابطې زياتولو لپاره په ګډه كار كول وي٬ پاکستان په افغانستان كښې د روغتونونو٬ ښونځيو او سترو لارو پشمول يو شمېر پرمختيائي منصوبې بشپړې كړي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان به افغان زده كوٶنكو له د لوړو زده كړو نورې موقعې هم وركوي