د وفاقي وزيرانو سېنېټر شبلي فراز٬شاه محمود قرېشي٬اسد عمر او چوهدري فواد حسېن شريك خبري كنفرنس ته وېنا

APP27-21 ISLAMABAD: September 21 – Federal Minister for Information and Broadcasting, Senator Shibli Faraz along with Federal Minister for Planning and Mr. Asad Umar, Federal Minister for Foreign Affairs, Mr. Shah Mahmood Qureshi and Federal Minister for Science and Technology, Ch Fawad Hussain, addresses press conference at PID. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو سېنېټر شبلي فراز٬شاه محمود قرېشي٬اسد عمر او چوهدري فواد حسېن وئېلي دي اپوزېشن پھ اے پي سي كښې پوځ٬عدليه٬د الېشكن كېشن او د نېب پشمول ټولې رياستي ادارې په نښه كړي٬رياستي ادارې او د انتخابي عمل په منتازعه كولو د هېواد او جمهوريت كوم خذمت كېږي٬د يو جمهوري حكومت په ضد ټول مفاد پرست راغونډ شوي٬د نواز شريف په تقرير د هند مېډيا ډېره خوشحاله شوې٬نواز شريف د ژوند په خطر د عدالت د لارې د هېواد نه بهر تللے ؤ ٬هغه اوس ښه شوے او بايد په سمدستي توګه وطن ته راشي٬اپوزېشن او دښمن دا ګڼي چې كه په پاكستان كښې په روان جمهوري نظام كښې خنډ راپیدا نه كړ شو٬نو هېواد به ډېر پرمختګ وكړي٬تراوسه د عدليې په ضد پھ سازشونو كښې د نواز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ(ن)ډېره مهمه او بنيادي برخه پاتې شوې٬اپوزېشن د جمهوريت نه بلكې د ذات او اقتدار زيات دړد لري ٬وزيراعظم عمران خان پھ خپل دريځ كلك ولاړ دے چې چا له به هم اېن آر او نه وركړے كېږي ۔دوي دا خبرې د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د وزيراعظم عمران خان په هدايت تېره ورځ د اپوزېشن ټول ګونديذ كنفرنس كښې د سياسي مشرانو د تقريرونو چلولو موقع وركړے شوے ٬پيپلز پارټي پخپله د مولانا فضل الرحمان تقرير چلولو ته نه دې پريښے ٬د دې كرېډېټ حكومت او د اطلاعات وزارت ته ځي۔ده ووئيل د اپوزېشن په اے پي سي كښې د اليكشن عمل مشكوك او د ټګۍ ګرځولو هڅه شوې خو حقائق او شمېرې دا څرګندوي چې كه دې ماتې خوړونكو دا ټاكنې ګټلې وې نو الېكشن به ډېر ښه ؤ او چې دوي ماتې وخوړه نو درغلي شوې۔ ده ووئېل دې مشرانو په ټول ټاكنو كښې ماتې تراوسه نه ده هضم كړې ځكه اوس هم غصه دي۔ده ووئيل د كال 2013م په ټول ټاكنو كښې 413 الېكشن پيټېشنز راغلي وو٬د كال 2018م په ټول ټاكنو كښې 299 پېټېشنز فائل شوي چې پكښې 90 د قامي اسمبلۍ د حلقو وو۔ پھ دې حلقو كښې اكثريت د هغه خلكو وو چرته چې د پي ټي آئي غړي لږو ووټونو سره ماتې خوړلې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په اے پي سي تر ټولو زياته خوشحالي په ګاونډي هېواد كښې شوې٬ترهه ګرۍ ته د ماتې وركونكې او پاكستان لپاره د قربانۍ وركونكې ادارې پاك پوځ په ټوله نړۍ كښې ستائنه كېږي خو دا خلق د دې پوځ په ضد ولاړ دي۔ده ووئيل جې كله مونږ اقتدار ته راغلو نو د هېواد د معيشت چې څه حال وو هغه د ټولو په وړاندې دے ټولو دوست هېوادونو زمونږ مرسته كړې ۔ده ووئيل د كووېډ 19 په اړه د هېواد بندولو درس وركونكي نن وائي چې پھ جنورۍ كښې به احتجاج او جلسې كوو خو پوهان وائي چې په ژمي كښې د كووېډ 19 بېرته راتللو اندېښنه ده۔ده ووئيل اپوزېشن د اېف اے ټي اېف په اړه قانون سازۍ سره كومه چاره نه لري٬حكومت د دوي او د پاكستان د دښمنانو عزائم ناكامه كړي او مهمه قانون سازي يې كړی۔پھ دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د پيټف پھ قانون سازۍ داپوزېشن دا خيال ؤ چې د اېن آر او دا غوره طريقه ده٬د پيټيف پھ قانون سازۍ د اپوزېشن 34 تراميم د بليك ميلنګ وو٬د دې قانون سازۍ په مهال اپوزېشن ماتې سره مخ شوے ۔ده ووئېل دا اينټي مني لانډرنګ قانون جوړیدو سره د دوي جائيدادونه خطر سره مخ شوي۔ده ووئيل په فاټا كښې پرمختيائي كارونه روان دي۔د كراچۍ پرمختګ لپاره تاريخي پیكج وركړے شوے۔د پيټف قانون سازۍ كوم سياسي ګوند سره تعلق نشته۔اسد عمر ووئيل د نواز شريف په تقرير تر ټولو زياته خوشحالي د هند په مېډيا رامخې ته شوې٬د هند مېډيا وائي چې نواز شريف په سياسي توګه بيا راستون شوے٬ده ووئيل پرون اپوزېشن په نړۍ كښې په لويې بحران كورونا كومه خبره نه ده كړی۔سوال دا راپېدا كېږي چې نواز شريف دا خبرې ولې كولې پوځ او سويلين حكومتونه په ګډه كار كوي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل كه پوځ او عدليه اپوزېشن سره نه وي نو بيا دا ادارې خرابې وي او كه دوي سره وي نو بيا د دې پشان ادارې نشته۔ده ووئيل نواز شريف پھ كومه طريقه بهر تللے هغه ټولو ته معلومه ده٬مونږ ته هم معلومه وه چې بيا نه راځي ځكه مو د 7 اربه بانډ ترې اغستے ۔ده ووئېل د نواز شريف د خبرو نه معلومېږي چې نواز شريف د هېرولو ناروغي لري۔په كال 1983 كښې د جنرل جېلاني نظر په نواز شريف ؤ ٬په 1985 كښې جېلاني د خزانې وزير جوړ كړو او د دغې نه پس نواز شريف پنجاب ته لاړ٬نو هلته جنرل ضياﺀالحق وړاندې كړو٬په 1993كښې د آرټيكل 58 ټوبي له مخې حكومت نسكور كړے شو نو عدليې د هغه حكومت بحال كړو۔ ده ووئېل د نواز شريف جنرل آصف نواز٬جهانګير كرامت او جنرل پروېز مشرف سره ځكه جوړه نه شوه چې دوي د ده كرپشن ته د تحفظ وركولو نه انكار كړے ؤ ۔ده ووئيل پي ټي آئي په ټاكنو كښې رېكارډ رائې ترلاسه كړي او د پاكستان اولس عمران خان وزيراعظم جوړ كړے كوم به چې خپله موده پوره كوي٬په كال 2023م كښې به يو ځل بيا معركه كېږي٬مېدان به هم وي۔ ده ووئېل مونږ هيله لرو چې تر راتلونكو ټاكنو خو به نواز شريف راشي۔ده ووئيل نواز شريف پخپله د يوسف رضا ګېلاني په ضد په پيټېشن كښې مدعي ؤ او پرون يې ووئېل افسوس يوسف رضا ګېلاني خپله موده پوره نه كړی شوه۔ده ووئيل په امريكا كښې د حسېن حقاني په مشرۍ كښې د ناستې ډلې بيانيې ته ترويج وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پرون په اے پي سي كښې د 22 كروړه اولس جذبات مجروح كړی شوې۔