د وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته ورچوئل وېنا

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دينړيوالې ادارې دې په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او د كشمير مسئلې په اړه پخپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي٬ د كشمير مسئلې حل نه غېر په سوئيلي آسياء كښې امن نه شي قائمېدے٬ د سپر پاور جوړو خواهش لرونكو هېوادونو ترمېنځه د وسلې زغل پېل شوے ٬ شخړي شدت اختياروي، د پوځي لاس وهنې او د غېر قانوني انضمام د لارې د خلقو د خپلواكۍ حق د پښو لاندې كېږي، د هند فسطائي حكومت د پاكستان په ضد كه څه كاروائي وكړه نو د پاكستان قام به بشپړ ځواب وركوي٬ د کرونا وائرس نړۍ ته د يو موټې كېدو پېغام وركړے٬ مونږ ته دا پېغام راكړے شوے چې په نړۍ كښې تر څو يو كس محفوظ نه وي ترھغه وخته نړۍ كښې هېڅوك محفوظ نه دي، کرونا ګرده نړۍ كښې بې وسه او غريبانان سخت ځپلي٬ پاكستان د سمارټ لاك ډاون پاليسي خپله كړې٬ پاكستان كښې مونږ سخت لاك ډاٶن نه دے كړے، مونږ په اقتدار كښې د راتللو نه پس د نوي پاكستان بنياد د مدينې رياست په اصولو اېښودے٬ هېواد كښې د مدينې رياست په طرز د حكومت جوړولو لپاره مونږ له امن او استحكام ته اړتيا ده او هم دا سوب دے چې زمونږ خارجه پاليسۍ كښې سيمه ايز امن او سلامتيا ته اوليت ترلاسه دے٬ مونږ دا موقف لرو چې ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول پكار دي۔ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه ته ورچوئل خطاب كولو۔ ده ووئيل زه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په يو ځل بيا خطاب كولو خوشحالي محسوسوم ٬ زه ولكن بوذكر ته د عمومي اسمبلۍ 75مې غونډې لپاره په صدر ټاكل كېدو مباركي وركوم زه د موده پوره كونكي صدر تېجاني محمد بانډۍ قيادت هم ستائيم چا چې د كورونا بحران پھ مهال مهم كردار ترسره كړے٬ زه پھ دې مهال عمومي سېكتر انتونيو قيادت ته هم پېرزوينې وړاندې كوم۔ده ووئيل كله چې ما اقتدار سنبهال كړے مونږ پرله پسې هڅه كړی چې په پاكستان كښې بنيادي بدلون راوستلے شي٬زمونږ د نوي پاكستان تصور د حضرت محمد(ص) خاتم النبيين د جوړ كړي رياست مدينې ماډل تر مخه دے٬ پھ انصاف او بشري اقدارو اډانه د يو داسې ټولنه جوړول دي چرته چې د حكومت د ټولو پالېسو مركز خپل وګړي د غريبۍ څخه خلاصول او منصفانه نظم او نسق جوړول دي۔د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره مونږ امن او استحكام ته اړتيا لرو او هم دغه زمونږ د خارجه پالېسۍ مقصد دے۔ده ووئيل مونږ د ګاونډيانو سره په امن سره اوسېدل او د خبرو اترو د لارې د شخړو هوارے غواړو۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 75مه غونډه يوه مهمه كاميابي ده ځكه چې دا د نړۍ يوازنۍ اداره ده كومه چې د ګاونډيانو سره امن او استحكام ترلاسه كولو كښې زمونږ مرسته كولې شي۔زمونږ لپاره دا يوه موقع هم ده چې مونږ غور وكړو چې د ملګرو ملتونو په صورت كښې مونږ هغه وعدې پوره كولو ګښې كامياب شوي يو كومې چې مونږ په ګډه د خپلو وګړو سره كړې وې۔نن د ورلډ آرډر بنيادي اهداف د طاقت يو اړخيزه عدم استعمال يا د وګړو لپاره د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو مساوي موقعې او د رياستونو سيمه ايز سالميت٬كورنيو چارو كښې د لاس نه وهلو نړيوالې مرستې په اړه هغه تصورات باقاعده شاته غورځولے كېږي۔ده ووئيل د نړيوالو لوظ نامو خلاف ورزي كولو سره هغه نظرانداز كړے كېږي۔د لويو طاقتونو ترمينځه بيا د سره د رقابت پھ نتيجه كښې د وسلو نوې زغل پیل كېږي۔شخړې زياتېږي او په هغې كښې شدت راځي۔ده ووئيل د پوځي قبضې ا و غېر قانوني الحاق د لارې د وګړو د خپلواكۍ حق ته زيان رسولے كېږي۔ده ووئيل د پروفيسر نوآم چونسكي له مخې د جوهري جنګ زيات شوے خطر٬ماحولياتي بدلون٬د آمرانه حكومتونو زيات شوي رجحان په وجه نن انسانان پھ تېره پېړۍ كښې د وړومبي او دوهم نړيوالو جنګونو څخه زيات لويې خطر سره مخ دي۔مونږ له به د دې ډول صورتحال څخه تحفظ لپاره په هر صورت په ګډه مخ په وړاندې تلل وي۔ده ووئيل مونږ دا باور لرو چې نړيوالو اړيكو كښې د تاؤ تريخوالي او د قوت په ځاې د نړيوال قوانين او اصولو له مخې مرسته لازمي ده۔ده ووئيل بايد مونږ ټول د ګڼ اړخيزه تګلارې د مرستې پخلې وكړو۔ده ووئيل ج كووېډ 19 وباﺀ له امله ټولې نړۍ ته زيان رسېدلې۔په نړۍ كښې څوك هم تر هغه وخته محفوظ نه دي تر څو چې ټول محفوظ نه يو۔ده ووئيل نړۍ د وباﺀ مخ نيوي لپاره د لګولې شوي لاك ډاؤن په وجه د تېرې پیړۍ ګريټ ډيپرېشن نه پس د سختې كساد بازارۍ سره مخ ده۔ده ووئيل د دې وباﺀ له امله د غريبو هېوادونو سره سره پھ ټولو هېوادونو ګښې پسمانده طبقې ځپلې شوي۔ده ووئيل په پاكستان كښې مونږ په ابتدا كښې دا محسوسه كړی وه كه مونږ د ګڼو مالدارو هېوادونو پشان سخت لاك ډاؤن وكړو نو دلته به د وائرس په مقابل كښې د لوږې د لاسه زيات خلق مړه شي۔دې لپاره مونږ د سمارټ لاك ډاؤن پالېسي اختيار كړه۔ده ووئيل مونږ د وائرس هارټ سپائس ته پام لرنه كولو سره مونږ خپله زرعي څانګه په سمدستي توګه پرانستله ا و د دې نه پس تعميراتي څانګه كومې سره چې د زياتو وګړو روزګار تړلے دے هم پرانستله ۔ د مالياتي ستونزو باوجود زمونږ حكومت د صحت څانګې٬بې وسه او غېر محفوظه كورنيو لپاره 8 اربه روپۍ اېښودې او هغه د احساس پروګرام د لارې نيغ په نيغه نغدې وركړې شوې او د كوچني پروګرام لپاره اعانت وركړې شوې۔ده ووئيل په وړومبو كښې زمونږ په سمارټ لاك ډاؤن تنقيد شوے خو د لوي څښټن شكر كوو چې موڼږ نه يوازې په وائرس قابو موندلو كښې بريالې شوو بلكب مونږ معيشت هم مستحكم كړے او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ د لاك ډاؤن اثراتو څخه خپلې كمزورې طبقې محفوظ ساتلو كښې بريالي شوي يو۔ده ووئيل اوس هم مونږ د مشكل څخه بهر شوي نه يو او دغسې نور هېوادونه هم د دې مشكل څخه آزاد نه دي۔ده ووئيل دا د ابتدا څخه واضحه وه چې پرمختګ كوونكې هېوادونه به د كورونا په بحران قابو موندلو او بحالۍ لپاره مالي مرستې ته اړتيا لري۔ده ووئيل د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره په قرض كښې آسانيۍ وركول يو ښه تګلار ده۔دې لپاره مونږ په اپرېل كښې په قرض كښې د آسانيو په خاطر د نړيوال اقدام لپاره غږ پورته كړے ؤ٬مونږ د جي 20 د اړخه د قرض معطلۍ اقدام٬آئي اېم اېف٬نړيوال بېنك او آسيائي پرمختيائي بېنك او د ملګرو ملتونو د ادارو د اړخه سمدستي مالي مرستې اقدام ستائيو خو دا كافي نه ده٬ډ آئي اېم اېف د اندازې له مخې پرمختګ كوونكو هېوادونو له د بحران مخ نيوي لپاره او بحالۍ لپاره 2.5 ټرېلين امريكائي ډالرز ته اړتيا ده۔ده ووئيل د قرض په سركاري توګه معطلۍ ته پراختيا وركولو او د هغې د كار دائره زياتولو ته اړتيا ده۔د دې نه علاوه په قرض كښې اضافي آسانۍ به هم وركول وي۔ ده ووئېل پرمختيائي بېنكونو له به د زياتې مرستې وركړه باوري كول وي۔مالدارو هېوادونو له به پخپله د وباﺀ مخ نيوي او بحالۍ لپاره لس ټرېلينه ډالره وركول وي۔ده ووئيل ما تېر كال په عمومي اسمبلۍ كښې په خپل خطاب كښې د ټېكسونو څخه بچ كېدو لپاره پرمختګ كوونكو هېوادونو څخه مالدارو هېوادونو او آفشور ټېكس پناه ګاهونو له د روپو غېر قانوني منتقل كېدو څخه د زيان رسېدل رامخې ته كړي وو ۔دې اقدام سره په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې غريبۍ زياته شوې كومې روپۍ چې د انساناني پرمختګ لپاره استعمالېږي۔هغه بدعنوانه عناصر غلا كوي۔د زرمبادلې د كمي په نتيجه كښې د كرنسۍ په بيعه كښې كمې كېږي او د هغې پھ نتيجه كښې غريبي زياتېږي۔ده ووئيل په مني لانډرنګ كښې ككړو كسانو ته د ښه وكيلانو رسنه ترلاسه وي۔ده ووئيل كه د دې عمل لاره ونه نيولې شوه نو د مالداره او غريب ترمينځه به فرق زياتېږي او په آخر كښې د كډه كولو پھ نتيجه ګښې رامخې ته شوو مسئلو څخه به لويې نړيوال بحران راپیدا شي۔