د هندوتوا نظريې هدف تقريبا 30 كروړه مسلمانان٬عيسائيان او سيكهانو دي

اسلام آباد 25 (اے پي پي ) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي نړيوالې ادارې دې په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او د كشمير مسئلې په اړه پخپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي٬ د كشمير مسئلې حل نه غېر په سوئيلي آسياء كښې امن نه شي قائمېدے٬ د سپر پاور جوړو خواهش لرونكو هېوادونو ترمېنځه د وسلې زغل پېل شوے ٬ شخړي شدت اختياروي، د پوځي لاس وهنې او د غېر قانوني انضمام د لارې د خلقو د خپلواكۍ حق د پښو لاندې كېږي، د هند فسطائي حكومت د پاكستان په ضد كه څه كاروائي وكړه نو د پاكستان قام به بشپړ ځواب وركوي ٬ د هندوتوا نظريې هدف تقريبا 30 كروړه مسلمانانو٬عيسائيان او تر سيكهانو محدود دے٬ د تېرو 72 كلونو راهسې هند د كشميري اولس د هيلو برعكس او د سلامتي كونسل قراردادونو او د خپلو لوظونو خلاف ورزي كولو سره په جمو او كشمير په غېر قانوني توګه قابض دے۔ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 75مې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل تېر كال په 5 اګست هند غېر قانوني او يو اړخيزه توګه د مقبوضه كشمير قانوني حېثيت بدلولو له هڅه كړی ٬ د اطلاعات له مخې د هند مسلمانان ګڼ شمېر حراساتي كېپمونو ته لېږلے كېږي٬مسلمانان د كورنا وائرس خپرېدو د بې بنسټه تور ترمخه بدنامولے شي او په نښه كړے كېږي٬هغوي څو وارې د طبي مرستې څخه هم محروم ساتلے شوي او د هغوي د كاروبار څخه بائيكاټ شوے۔ ده ووئېل د غوا سجده كوونكي پھ مسلمانانو بريدونه كوي او هغوي وژني۔ده ووئيل پھ 1935 كښې په المان كښې نيورم برګ قوانين او په 1982 كښې ميانمر د دې مثالونه دي٬د هندوتوا نظريې هدف تقريبا 30 كروړه مسلمانانو٬عيسائيان او تر سيكهانو محدود دې٬ده ووئيل د تېرو 72 كلونو راهسې هند د كشميري اولس د هيلو برعكس او د سلامتي كونسل قراردادونو او د خپلو لوظونو خلاف ورزي كولو سره په جمو او كشمير په غېر قانوني توګه قابض كړې ۔تېر كال په 5 اګست هند غېر قانوني او يو اړخيزه توګه د مقبوضه كشمير قانوني حېثيت بدلولو له هڅه كړی او د 80 لكه كشميريانو محصور كولو لپاره يې اضافي عسكر تعينات كړي د كومو مجموعي شمېره چې اوس 9 لكه ته رسېدلې۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې بشپړه كرفيو لګولې شوې او دې سره سره مواصلاتي رابطې معطل شوي۔ ده ووئيل هندي قابضو عسكرو په امن ناكه مظاهرچيانو د پېلټ ګن پشمول طاقت كارولے او د ټولې آبادۍ تباه كولو پشمول مجموعي سزاګانې نافذ كړی شوي دغسې په جعلي مقابلو كښې ګڼ ځوانان قتل كړې شوي او خاورو ته سپارلو لپاره د هغوي د مړو وركولوڅخه انكار شوے۔ ده ووئېل د كشمير مېډيا او چا چې د غږ پورته كولو جرات كړے هغوي د تور قانون د لارې پھ باقاعده توګه ځورولے شوي۔ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د دې خلاف ورزيو تحقيق وكړي او د انسانيت په ضد رياستي ترهه كري او په سنګينو جرمونو كښې ككړ د هند وګړي او اهلكار انجام ته ورسوي۔زه په افسوس سره وائيم چې دا ډول كاروائۍ د يرې او خطر دي دې مقصد ترلاسه كولو لپاره د پوځي محاصرې نه پس د مقبوضه سيمې د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې كېږي كومه چې د كشميريانو د خاص پېژندګلې ختمولو يوه هڅه ده۔ده ووئيل دا اقدام د ملګرو ملتونو چارټر٬سلامتي كونسل قراردادونو او د جنيوا كنونشن خلاف ورزي ده۔ده ووئيل د مقبوضه سيمې د آبادۍ تناسب بدلول جنګي جرم دے۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د