د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الصباح پحق ورسېد

کوېت سټي 29 ستمبر (اے پي پي) د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الصباح د 91 كالو په عمر كښې پحق رسېدلے۔ د نهې په ورځ د نړيوالې ميديا له مخې د كوېت امير د مړينې اعلان د شاهي چارو انچارج وزير شېخ علي جارح الصباح په سركاري ټي وي كړے څوك چې په ستمبر كښې د اپرېشن كولو نه پس د امريكې څخه هېواد ته راستون شوے ٶ خو د ھغه صحت بحال نه شو او د نهې په ورځ په حق ورسېد۔ د كوېت امير په مړينه هېواد د سركاري غم اعلان كړے ۔ ارواښاد د تېرو 50 كالو راهسې د هېواد د خارجه پاليسۍ خدمات ترسره كول۔ د يادونې وړ ده د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الصباح خپل ورور او ولي عهد شېخ نواف الاحمد الصباح خپل جانشين نومولے ٶ