د كشميريانو مقدمه د نړۍ په وړاندې په نره پورته كری٬ وزيراعظم د مني لانډرنګ د لارې بهر هېوادونو ته لېږلې د غلا د پيسو ستنولو لپاره د فريم ورك جوړولو تجويز هم وركړے او د وزيراعظم دا تجويز د كرپشن په ضد د ده د كلك عزم څرګندونه ده۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټوېټ

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي وزيراعظم عمران خان د كشميريانو مقدمه د نړۍ په وړاندې په نره پورته كری۔ وزيراعظم د نړۍ قامونو ته له باور وركړے چې د كشميريانو حق خود اراديت حق پامال كولې شي او د آر اېس اېس انتهاخوښۍ نظريې ترمخه په هند كښې په مسلمانانو ظلمونه كېږي٬د كشمير تر مسئلې حل كولو نه بغېر په سيمه كښې د امن راتلل به يو خوب وي۔د خالي په شپه د وزيراعظم د ملګرو ملتونو 75مې عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خطاب خپل ټوېټ كښې سېنېټر شبلي فراز ووئيل وزيراعظم يو ځل بيا په تاريخي خطاب كولو د ټول قام سر په وياړ پورته كړے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كورونا وباﺀ پشمول په ټولو نړيوالو چارو خبرې كړي۔وزيراعظم د مني لانډرنګ د لارې بهر هېوادونو ته لېږلې د غلا د پيسو ستنولو لپاره د فريم ورك جوړولو تجويز هم وركړے او د وزيراعظم دا تجويز د كرپشن په ضد د ده د كلك عزم څرګندونه ده۔