د كرونا وائرس د زياتېدونكو كېسونو نه پس هېواد كښې بيا لاك ډاٶن نافذ كېدے شي۔ د فرانس حكومت اعلان

پېرس 25 ستمبر(اے پي پي) د فرانس حكومت اولس خبردار كړے چې د مرګونې كورونا وائرس د زياتېدونكو كېسونو نه پس هېواد كښې بيا لاك ډاٶن نافذ كېدے شي ۔ د جمعې په ورځ د فرانس ميډيا له مخې د صحت قامي اېجنسۍ هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د 16 زره نه زيات د كرونا كېسونو تصديق كړے كومه چې د كرونا وباء خپرېدو د پېل نه پس په يو ورځ كښې د ټولو نه زياته اضافه ده ۔ د فرانس وزيراعظم وئيلي دي كه دغسې كېښناتو نو مونږ د مارچ غوندې صورتحال سره مخ كېدې شو۔ د يادونې وړ ده فرانس كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره د 4 لكه 97 زره نه زياته ده او ګرد هېواد كښې د وائرس په سوب د 31 زره نه زيات كسان مړه شوي٬ او 94 زره 413 كسان كرونا وائرس له ماتې وركولو سره صحت مند شوي