د كاناډا پخوانې وزيراعظم جان ټرنر د 91 كلونو په عمر كښې مړ شو

اوټاوا 20 ستمبر(اے پی پی) د كاناډا پخوانې وزيراعظم جان ټرنر د 91 كلونو په عمر كښې مړ شو. ټرنر په ټورنټو كښې په خپل كور كښې مړ شوے. د اتوار په ورځ د كاناډا ځائي ټي وي اطلاع وركړه چې پخواني وزيراعظم تېره شپه په ټورنټو كښې په خپل كور كښې په حق رسېدلې. جان ټرنر وكيل و او 79 ورځو لپاره د كاناډا وزيراعظم پاتې شوے و خو ده څو ځله د كاناډا په وفاقي كابينه كښې د غړي په توګه خدمات ترسره كړي دي