د فیصل آباد صنعتي زون كښې په 200 اېكړه ځمکه د طبي تجهیزاتو جوړولو زون رامینځته شوې۔ د سی پېک چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوه لخوا ټویټ

اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيال او د سی پېک چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوه وئيلي دي د فیصل آباد صنعتي زون كښې په 200 اېكړه ځمکه د طبي تجهیزاتو جوړولو زون رامینځته شوې۔ ميډيكل زون جوړولو سره د ميډيكل آلاتو درآمد كولو كښې به د 1.4 اربه ډالرو بچت وشي۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې میډیکل زون كښې به سرنج، ډائیلاسز مشینونه ، ټارټ سټنټس او اېکسرے مشینونه جوړوؤ۔ بل میډیکل انډسټریل زون به سيالكوټ كښې جوړولے شي