د زلمے خليل زاد فريقېنو ته افغانستان كښې د تشدد كمولو خواست

دوحه ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) افغانستان كښې امن په ځائې كولو او مفاهمت لپاره د امريكا خاص استازي زلمے خليل زاد دوحه كښې د امن مذاكراتو په مهال افغانستان كښې دواړو فريقو ته تشدد كښې د كمي كولو خواست كړے دے۔ زلمے خلیل زاد ووئيل چې تېر څو ورځو نه افغانستان كښې تشدد زيات شوے دے كوم چې مايوس كن دے۔ ولې چې د دې د لاسه يو شمېر افغان وګړي وژلې شوي دي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د امن مذاكراتو دا پېل كېدل نظر كښې نيولو سره ضروري ده چې دواړه فريقه تشدد كم كړي