د خارجه وزير د ملګرو ملتونو 75مې سالګېرې ته د وېډيو لنك د لارې وېنا

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي جمو و کشمير او د فلسطين شخړې د ملګرو ملتونو د ډېرې مودې او د واضحه ناكامو مظاهر دي٬ كشميريان د ملګرو ملتونو د لوظ له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو ته نن هم سترګې په لار دي۔ د نهې په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو 75مې سالګېرې ته د وېډيو لنك د لاره خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل ملګري ملتونه د طاقت د بهيمانه استعمال په وړاندې بې بسه ښكاري، د دوېم جنګ عظيم موجب نسل پرست او فسطائي طاقتونه د غېر ملكيانو او اسلام څخه د كركې په شكل كښې بيا سر پورته كوي۔ ده ووئيل په فسطائي نظريات کاربند داسې نور هېوادونه هم شته كوم چې د ملګرو ملتونو د اصولو سرعام خلاف ورزۍ كوي