د جمو كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډلې غونډه٬ په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په پرله پسې خلاف ورزو اندېښنه څرګنده كرې شوه

نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي) د جمو كشمير په اړه د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ رابطه ډلې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په پرله پسې خلاف ورزو اندېښنه څرګنده كرې ده او د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري٬ سلامتي كونسل او د بشري حقونو د كونسل څخه ئې غوښتنه كړې چې په كشميريانو د هندي ظلمونو خاتمې لپاره اقدامات وكړي۔ د جمو كشمير په اړه د اسلامي مرستې تنظيم د رابطه ډلې غونډه د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قريشي په خواست په نيويارك كښې وشوه۔ غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لوړې پاې مباحثې د پرانستې په موقع وشوه۔ په غونډه كښې د سعودي٬ نائجر٬ آزربائيجان او د پاكستان دائمي استازو ګډون وكړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن لخوا جاري خبرپاڼې له مخې په غونډه كښې په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګين صورتحال خبرې وشوې۔ د كشمير په شخړه د خپل دريځ توثيق كولو سره رابطه ډلې د ملګرو ملتونو د مشر څخه غوښتنه وكړه چې هغوي په هند فشار واچوي چې د كال 2019م د اګست د 5مې نېټې او د دې نه پس يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي او د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي چې دغسې كشميرے اولس د دې جوګه كړې شي چې خپل د خپلواكې حق استعمال كړي۔ غونډې ته سفير منير اكرم د خارجه وزير قريشي پېغام هم ورسولو۔