د بی جے پی حکومت ګامونو د لاسه هند ځان لپاره كركه پېدا كوي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي وحدت امت كنفرنس ته خطاب

APP45-21 ISLAMABAD: September 21 - President Dr. Arif Alvi addressing 'Wahdat-e- Ummat Conference' at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د مذهبونو ترمينځھ په همغږۍ ٬ يو والي او مذهبي روادارۍ زور راوړلو سره وئيلي دي مونږ له به د يو قوم په توګه تفرقې څه ځان ساتل وي ۔ قائداعظم محمد علي جناح پخپلو تقريرونو كښې عمر له تفرقه بازۍ نه د بچ كېدو درس وركړے۔ علمي او فروغي اختلافات په خپل ځائې ولې په جهالت اډانه اختلاف د تفرقې سبب ګرځي۔ اولس په اتفاق او اتحاد په كورونا وباﺀ قابو موندلے او ترهګرۍ او انتها خوښۍ له ئې ماتې وركړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ وحدت امت كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل قرآنی تعلیمات مونږ ته لارښوونه كوي۔ مسلمانانو ته وئيلي شوي چې ډلې ډلې مه جوړېږۍ۔ مونږ له به د لوي څښتن د دين پړے ټينګه نيول وي۔ علمي او فروعي اختلافات په خپل ځائې ولې په جهالت اډانه اختلاف د تفرقې سبب ګرځي۔ ده ووئيل علماﺀ كرام د اسلامي تعليمات د لارې د اولس لارښوونه كوي۔ ده ووئيل د بهرنو سازشونو د لاسه د پاكستان په جوماتونو او امام باړو كښی بمي چاؤدنې شوي۔ ده وئيل د تېرو څو لسيزو په مهال د سازشونو د لارې د ايران او عراق ترمينځه جنګ وكړے شو۔ نړيوالو طاقتونو د خپلې وسلې خرڅولو له جنګونه وكړل۔ ده ووئېل د ايران او عراق ترمينځھ د لس كلونو جنګ كښې نزدې د لكھونو په شمېر خلق مړه شول۔ خپلو كښې بې اتفاقۍ عراق او سوريه دواړه تباه كړل۔ ده ووئيل يو بل ته د كافر وئيلو نه به ډډه كول وي۔ ده ووئيل حكومت د احساس پروګرام د لارې د بې وزلو مرسته كړې ۔ لوي څښتن ته هغه كس ګران دے كوم چې د نورو فكر كوي۔ ده ووئيل علماﺀ كرام او مشائخ د كورونا وباﺀ په اړه د جوماتونو د لارې د اولس شعور بېدارولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ جوماتونو كښې د عبادات لړۍ روانه وه ځكه د لوي څښتن رحمت او بركت نازل شو۔ صدر ووئيل مكه مكرمه او مدينه منوره د امت د وحدت مركزونه دي۔ ده ووئيل مونږ اقليتونو سره د مثالي سلوك كولو لوظ كړے۔ د بي جي پي حكومت د خپلو ګامونو ځان لپاره كركه راپېدا كوي۔ ده ووئيل مونږ له به همغږۍ او شريكوالۍ ته وده وركول وي دغسې چې د كشمير او فلسطين په مسئله نړۍ پوهه شي۔ ملګرو ملتونو له به د كشمير او فلسطين په اړه خپل اصولي كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل مسلمانانو ته به غلبه د اقدارو او اصولو په بنياد ترلاسه كېږي۔ دا هغه اصول او اقدار دي په كومو چې مسلمانانو دې نه وړاندې عمل كړے ؤ او نړۍ كښې ئې لوي مقام ترلاسه كړے ؤ۔ په دې موقع د آزاد كشمير صدر سردار مسعود خان، وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری او بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكي علماﺀ كرام هم موجود وو۔