د بغداد په نړيواله هوائي اډه د راكټو بريدونه

بغداد 11 ستمبر (اے پی پی)د عراق پوځي ځواك وئېلي دي د بغداد په نړيواله هوائي اډه نامعلوم كس ګڼ شمېر راكټوننه توغولي دي چې په نتيجه كښې يې هوائي اډې ته زيان رسېدلے ۔د العربيه ټي وي له مخې نامعلوم وسله وال د بغداد په نړيواله هوائي اډه لږ تر لږه درې كاتيوشا راكټ توغولي۔د عراق اولسي اړيكو څانګې له مخې د بغداد په نړيواله هوائي اډه تېره شپھ درې راكټونه راغورځېدلې۔د راكټ بريد په نتيجه ګښې ګڼ شمېر ګاډو او ودانو ته زيان رسېدلې۔د يادونې وړ ده د تېر اتوار پھ ورځ هم د بغداد نړيواله هوائي اډه په نښه شوې وه چې په نتيجه كښې يې څلورو ګاډو ته زيان رسېدلے وو