د اے پي اېس پېښور پېښې د انكوائري كمېشن رپورټ جاري شو

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د آرمي پبلك سکول(اے پي اېس) پېښور پېښې د انكوائري كمېشن رپورټ جاري شوے ٬ د انكوائري كمېشن مشر جسټس محمد ابراهيم خان لخوا مرتب كړے دا رپورټ په 525 پاڼو او څلورو برخو مشتمل دے۔ د جمعې په ورځ د سپريم كورټ په امر جاري كړي رپورټ كښې وئيلي شوي چې د اے پي اېس پېښور پېښې په وخت هلته موجود د امنيت درېو ډلو چې پكښې په ور موجود ګارډز٬ سيمه كښې ګزمه كوٶنكې پوليس او كوئېك رسپانس فورس د لس منټه په فاصله وو ھغه راختونكې لوګي پلو متوجه شول كوم چې د يو سوزځېدونكې ګاډي نه ختلو او كوم چې ورته ترهه ګرو د منصوبې له مخې ورته كړے ؤ او هم پدغه بنا ترهګر سكول ته داخل شول، د سکول پشا موجود ګزمه كوٶنكے فورس سوځېدونكي ګاډي پلو لاړو ، د امنيتي ځواكونو دوېمه ډله په وخت د سكول حفاظت له ونه رسېده، او دغسې دوېمه ډله د رېپډ رسپانس فورس او كوئيك رسپانس فورس تر راتللو د ترهګرو په ايسارولو كښې پاتې راغله او د دې په نتيجه كښې دا دړد منده پېښه رامخې ته شوه، رپورټ كښې وئيلي شوي تر دغه وخته د ترهګرو د بريد او دړكو په اړه نېكټا وارننګ جاري كړے ٶ٬ د نېكټا وارننګ كښې وئېلې شوي وو ترهګر اے پي اېس په نښه كولے شي، د نېکټا وارننګ له مخئ د ترهګرو مقصد د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو ماشومان په نښه كول وو، ترهګرو پاك پوځ د ضرب عضب او خېبر ون علياتو څخه ايسارول غوښتل، خو د دې باوجود پاك پوځ د ضرب عضب عملياتو او د ترهګرو په ضد په پېل كړو كاروائيو كښې كامياب شوي۔ رپورټ كښې وړاندې وئيلي شوي د اے پي اېس امنيتي اهلكار نه يوازې د بريد كوٶنكو ترهګرو ايسارولو لپاره ناكافي وٶ بلكې د دوي پوزيشنز هم سم نه ؤ ، د امنيت وظيفه ترسره كوٶنكو اهلكارو ټوله توجه د سكول مېن ګېټ پلو وه او د سكول په شا يو اهلكار تعينات هم نه ٶ د كوم اړخ نه چې ترهګر د كوم مقاٶمت نه بغېر سكول ته داخل شوي، كه په امنيت مامور اهلكارو مقاٶمت كړے ؤ نو كېدې شي چې دومره زيات ځاني زيان نه ؤ شوے، رپورټ كښې وئيلي شوي کوئيك رسپانس فورس او اېم وي ټي۔2 اهلكارو د ماشومانو بلاك پلو د روانو ترهګرو پېشرفت ايسار كړے ؤ او اېم وي ټي-1 د بې غورۍ څرګندونه كړې، د اېم وي ټي۔1 اهلکارو ته په بې غورۍ كولو تحقيقات كولو نه پس سزا وركړې شوې ، رپورټ كښې د ترهګرو د دړكو پحقله د جاري شوي الرټ نه پس د سكول سيكورټي ګارډز كمه شمېره او په سمو ځايونو د سكيورټي اهلكارو عدم تعيناتي رامخې ته كړې شوې او د بې غورۍ څرګندونه كوٶنكو سكيورټي چارواكو او اهلكارو ته د سزا په اړه هم وئيلي شوي۔ رپورټ كښې زياته كړې شوې چې زمونږ شمالي لويديز بارډر زيات پراخه او غېر محفوظ دے، د شمالي لويديز بارډر د لارې د نړيوالو لوظنامو له مخې هېواد ته د كډوالو تګ راتګ وي، د دې حقائقو باوجود انتها خوښو عناصرو له ځائي آبادۍ پلو مرسته وركول ناقابل معافي جرم دے، رپورټ كښې وئيلي شوي كله چې د خپل خلق غداري وكړي او ترهګرو له لاس وركړي نو د اے پي اېس پېښور غوندې د تباهۍ وړ پېښې رامخې ته كېږي، كله چې خپله وينا دغا وكړي نو په داسې نه يوازې محدود وسائل كښې امنيت لپاره شوي انتظامات ناكافي وي بلكې دښمن ته ناوړه عزائمو ترسره كولو له مرسته ترلاسه كېږي، په دې تناظر كښې دا وئيلې كېدې شي چې كه امنيتي ادارې څومره هم وسائل ولري خو د داسې پېښو په مخنيوي كښې ھغه وخت پاتې راشي كله چې د هېواد دننه څخه مرسته شوې وي