د انګلېنډ او آسټرېلیا ترمينځه درېم او آخري يوه ورځنې نړيوال كركټ مېچ (نن) كيږي

مانچسټر 15ستمبر(اے پی پی) د انګلېنډ او آسټرېلیا كركټ لوبډلو ترمينځھ درېم او آخري يوه ورځنې نړيوال مېچ (نن) د شورو په ورځ اولډ ټرېفورډ، مانچسټر كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي۔ د انګلېنډ د ون ډے سكواډ مشري به آئن مورګن او د آسټریليا ډلې مشري به آرون فنچ كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د درې ون ډے مېچونو سیریز 1-1 سره برابر شوے دې۔ كېنګروز د سیریز وړومبي مېچ كښې میزبان لوبډلې له په 19 رنز ماتې وركړې وه۔ انګلېنډ دوېم ون ډے مېچ كښې مېلمه لوبډلې له 24 رنز سره ماتې وركولو سره د درې مېچونو سیریز 1-1 سره برابر كړې دې۔ دې څخه وړاندې د انګلېنډ لوبډلې آسټرېلیا له د درې ټی 20 مېچونو سیریز كښې 2-1 سره ماتې وركړې وه۔